۰
ملګري ملتونه:

افغانستان سره د مرستو لپاره ۶ سلنه بودجه راټوله کړل شوې

یکشنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۹
ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د غوښتل شویو او اړتیا وړ مرستو یوازې شپږ سلنه د نړیوالو مرستندویانو له خوا ورکړل شوي دي.
افغانستان سره د مرستو لپاره ۶ سلنه بودجه راټوله کړل شوې
ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د غوښتل شویو او اړتیا وړ مرستو یوازې شپږ سلنه د نړیوالو مرستندویانو له خوا ورکړل شوي دي.

دغه سازمان نن یکشنبه د وري په ۱۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د هغو ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو په ګډون چې د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره غوښتل شوي وو، یوازې ۶ سلنه یې ورکړل شوي دي.

دغه سازمان په افغانستان کې بشري ننګونې سترې بللې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي