په هلمند ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ د وسله والې نښتې په پایله کې دواړو لورو ته ۴ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دا پېښه تېره شپه د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ د "دهاني" په سيمه کې د هملند د مياشتې په ١٨ مه نېټه رامنځته شوې ده.
عيني شاهدان وايي چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى.
د دغې نښتې علت لا هم معلوم نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د کورنيو ترمنځ وسله والې نښتې زياتې شوې دي.
جمهورخبري آژانس