د طالبانو د زندانونو د ادارې مرستیال اعلان وکړ چې د دغې ډلې په زندانونو کې څلویښت بهرني اتباع بندیان دي.
د طالبانو د زندانونو د مديريت مرستيال حبيب الله بدر نن دوشنبه سهار د وري ۲۰مه وويل چې د طالبانو د امارت په زندانونو کې دا مهال شاوخوا څلوېښت بهرني اتباع پراته دي.
ده وويل، دغه بهرني اتباع د بېلابېلو هېوادونو دي او په هېواد کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيول شوي او ډېرى يې د ګاونډيو هېوادونو دي.
جمهورخبري اژانس