د ښځو د حقونو فعاله او د "افغانستان د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ" غړې منیژه منېج صدیقي له اوو میاشتو بند وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.
د مېرمن صدیقي ملګرو تایید کړې چې هغه د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر د بښنې د حکم پر بنسټ د شنبې په ورځ د روان هجري لمریز کال د سلواغې په ۱۸مه د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې منیژه صديقي د تېر کال د ميزان مياشتې په ١٧مه د طالبانو له خوا پر ښځو د بنديزونو د اعتراض له امله د دغې ډلې د جنګياليو له خوا ونيول شوه او زنداني شوه.
نوموړی د طالبانو د محکمې له خوا په یو نیم کال بند محکوم شو.
جمهورخبري آژانس