په پنجشیر ولایت کې عامه سرچینې وايي چې طالبانو له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې د راغستان ولسوالۍ ۱۵ اوسېدونکي نیولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو دغه کسان د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د ملاتړ په تور نيولي دي.
ویل کیږي چې طالبانو نیول شوي کسان سخت وهلي او شکنجه کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د مقاومت جبهې د فعاليتونو له امله د پنجشېر اوسېدونکي تر سخت فشار لاندې راوستي دي.
جمهورخبري آژانس