د افغانستان د ولایتونو لپاره د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وايي چې دغه ډله د اسرائیلو په وړاندې د ایران د بریا لپاره دعا کوي.
د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله فیضان د یکشنبې په ورځ (۲۶حمل) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «موږ پر اسرائیلو باندې د ایران د بریا دعا کوو، که خدای مه کړه، ایران دغه جګړه له لاسه ورکړي. هیڅوک به د یهودانو له شر څخه خلاص نشي.
د یادولو وړ ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت سپاه پاسداران د یکشنبې په سهار په غچ کې په اسراییلو په سلګونو توغندي او ځانمرګي ډرون بریدونه وکړل.
جمهورخبري آژانس