د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په کابل کې په یوه وسله وال برید کې څلور وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د وري په ۲۷مه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د اریانا د تېلو ټانک په سیمه کې د وسله والو طالبانو په یوه موټر برید وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې ۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس