په تخار کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د نجونو دوه ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تخار ولايت کې د نجونو لېسې "بي بي مريم" او د نجونو "١ نمبر" ښوونځي د پوهنې رياست په وړانديز او د پوهنې وزارت په منظورۍ په ديني مدرسو بدل شوي دي.
د طالبانو دغه پریکړه په تخار ولایت کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم عملي شوې ده.
سرچينې زياته کړې، مخکې له دې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، يوازې په دغو دوو ښوونځيو کې له نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا اووه زره نجونې زده کړې کولې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو دوو ښوونځيو کې دا مهال د ديني علومو په څانګه کې شاوخوا ٨٦٠ ښځينه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
طالبانو د افغانستان له واکه تر لاسه کولو وروسته په ټول هېواد کې په سلګونو دیني مدرسې جوړې کړې او نجونې یې له دیني زده کړو منعې کړې دي.
جمهورخبري آژانس