د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، په هېواد کې د سېلاب ځپلو وضعیت له نږدې څاري.
ښاغلي نیکولسن د شنبې د ثور په ۲۲مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې اروپايي ټولنه چمتو ده چې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو لپاره بېړنۍ مرستې ولګوي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو څو ورځو سېلابونو په تېره بيا د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس