۰

طالبان:  په درې لسیزو جګړو کې د افغانستان ټول بنسټونه ویجاړ شوي دي

پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۸
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، په تېرو درې لسیزو جګړو کې د افغانستان ټول بنسټونه له منځه تللي دي.
طالبان:  په درې لسیزو جګړو کې د افغانستان ټول بنسټونه ویجاړ شوي دي
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، په تېرو درې لسیزو جګړو کې د افغانستان ټول بنسټونه له منځه تللي دي.

طالبانو یوه بیان کې ویلي چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې په کابل کې د دهقان بندر او د کرنیزو محصولاتو د ۳۰م نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

نوموړي وویل، کرنیز محصولات د افغانستان د تولیداتو او صادراتو لویه برخه جوړوي او له بزګرانو، کرنیزو تولیداتو او محصولاتو ملاتړ د هر چا دنده ده.

د طالبانو سیاسي مرستیال زیاته کړه چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان ټول بنسټونه د جګړو له امله ویجاړ شوي او بیارغونې ته یې جدي پام نه دی شوی.

هغه وویل، د کرنې سکتور د پانګونې لپاره ډېر ظرفیت او فرصتونه لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي