په هرات کې مومني خپرونو د لوستلو کلتور د ودې په موخه د کتار لوستلو نندارتون جوړ کړ.
د دې خپرندويه ټولنې مسوولين وايي، دغه نندارتون به د يکشنبې په ورځ د ثور له ١٦مې د هرات ښار د امريت په څلورلارې کې پرانيستل شي او څلور ورځې به دوام وکړي.
ویل کیږي چې دغه نندارتون د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت او کتاب لوستلو ته د خلکو د هڅونې په موخه په لاره اچول شوی و.
د چارواکو په وینا په دغه نندارتون کې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د کتاب لوستلو، کتاب پلورلو او حتی ښوونځیو ته د تګ کلتور له بې ساري کمښت سره مخ شوی دی.
طالبان د سختو دیني تعلیماتو تر څنګ د عصري زده کړو پر وړاندې یو خنډ دی.
جمهور خبري آژانس