ولسمشر حامد کرزي د افغانستان له پاره د روسیې هېواد له ځانګړي استازي سره د کتنې پر مهال ټينګار وکړ، چې راتلونکی افغان حکومت به له روسیې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر کرزي تېره ورځ په ارګ کې د افغانستان له پاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.
په دغه کتنه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د رپوټونو له مخې ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان نوی حکومت به له روسیې سره خپلو دوستانه اړیکو ته دوام ورکړي.
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې له روسیې سره اړیکې د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف و ویل چې روسیه او افغانستان جغرافیایي نیږدیوالی او ګډې ګټې لري.
هغه زیاته کړې، چې د روسيې او افغانستان تر منځ د اړیکو پراختیا د روسیې لپاره اهمیت لري.
جمهور آژانس: کابل