د روسیې د بهرنیو چار وزیر وايي، ناټو په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره د ډله ییزو امنیتي ټړون له ټولنې (CSTO) سره همکاري رد کړې ده.
د جمهور آژنس د خبر له مخې لاروف نن ویلي چې ناټو د ایډیالي او خیالي دلایلو
د ریا نووستي روسي خبري اژانس د لاوروف له قوله وویل:«په ناټو کې زموږ شریکانو په تېرو ۱۰ کلونو کې له ډله ییز امنیتي تړون سره د همکارۍ د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو په اړه زموږ وړاندیزونه پر له پسې رد کړي دي.»
په وجه له ډله ییز امنیتي ټړون سره د افغانستان د حالاتو په برخه کې همکاري رد کړې ده.
د ریا نووستي روسي خبري اژانس د لاوروف له قوله وویل:«په ناټو کې زموږ شریکانو په تېرو ۱۰ کلونو کې له ډله ییز امنیتي تړون سره د همکارۍ د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو په اړه زموږ وړاندیزونه پر له پسې رد کړي دي.»
ده وویل چې ډله ییز امنیتي تړون تل له افغانستان سره په خپلو پولو کې تروریستي ضد او د مخدرو موادو ضد فعالیتونه کړي دي.
په ډله ییز امنیتي تړون کې د روسیې تر څنګ، ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان غړیتوب لري، چې له دې هېوادونو تاجکستان او ازبکستان له افغانستان سره پوله لري.
جمهور آژانس: کابل