۰

ولسمشر غني سعودی عربستان ته لاړ

شنبه ۳ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۰۷:۳۶
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ولسمشر غني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په بهیر کې د عمرې حج پر اداکولو سربیره د سعودي عربستان له ولیعهد او د دغه یو هېواد له یو شمېر چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په باب به ورسره خبرې وکړي.
ولسمشر غني سعودی عربستان ته لاړ

افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د عمرې حج د اداکولو لپاره د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار سعودي عربستان ته روان شو.
له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمدخان، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئیس فوق العاده استازی احمدضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر،د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رئیس مولوی قیام الدین کشاف، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی ملګرتیاکوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ولسمشر غني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په بهیر کې د عمرې حج پر اداکولو سربیره د سعودي عربستان له ولیعهد او د دغه یو هېواد له یو شمېر چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په باب به ورسره خبرې وکړي.
د افغانستان جمهور رئیس د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په بهیر کې د افغانستان له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان د نوي جمهور رئیس په توګه به خپل لومړنی بهرنی سفر په بیت الله شریف کې د عمرې حج له اداکولو پیل کړي.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین