افغان ولسمشر محمد اشرف په کندهار ولایت کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو غړو او ولایتي چارواکو سره د کتنې پر مهال وویل چې نور په هېواد کې د زورواکانو وخت پای ته رسېدلی او حکومت به مخه ونیسي.
افغان ولسمشر محمد اشرف په کندهار ولایت کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو غړو او ولایتي چارواکو سره د کتنې پر مهال وویل چې نور په هېواد کې د زورواکانو وخت پای ته رسېدلی او حکومت به مخه ونیسي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني تېره ورځ د یو شمېر مخورو، د اطلاعاتو او کلتور او کورنيو چارو له وزيرانو، د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال او ځينو نورو جګپوړو دولتي چارواکو سره کندهار ته تللی و.د کندهار قومي مشرانو او مخورو له ولسمشر غني سره په کتنه کې په خپل ولایت کې له اداري فساد، د پوهنې او برېښنا رياستونو د ناغېړيو او په عدلي او قضايي اورګانونو کې د ستونزو شکایت وکړ.قومي مشرانو له ولسمشره غوښتنه وکړه چې په کندهار کې د هغو زورورو مخه ونيسي چې د بشپړ ولايت چارې يې ګډې وډې کړې دي.ښاغلي غني د قومي مشرانو په ځواب کې وویل« نور د زورورو وخت پای ته رسېدلی او په دغه ولايت کې له والي پرته، بل څوک د پرېکړي حق نه لري.»ولسمشر دا هم وویل، چې د دغه ولايت په اداره کې به پراخ اصلاحات راولي او په هر ډول چې وي د فساد مخه به ونيسي.بل خوا ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار له ځوانانو هم وکتل او هغوی ته یې وویل چې د سکالرشیپونو د ورکولو په شیوه کې به بدلون راولي.ولسمشر وویل«نور به د نومرو د فیصدي پر اساس نه بلکې د ازموینې له لارې بورس یا سکالرشیپ ورکول کېږي.»په ورته وخت کې د کندهار والي هم د خپلو خبرو پر مهال د دغه ولايت په ځينو ادارو کې د ستونزو يادونه وکړه، خو ډاډ يې ورکړ چې د دغو ستونزو د ختمولو هڅه کوي.جمهورآژآنس:کندهار