۰

یو کندهاري ځوان د ۷ تنو ژوند وژغوره

سه شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۵۶
د کندهار ولایت یو ځوان د یوې کورنۍ د ۷ تنو غړو ژوند چې د دهلې په بند کې یې موټر غرق شوی وژغوره او دغه ځوان د کندهار د ولایتي ادارې او مدني ټولنو له خوا وستایل شو.
یو کندهاري ځوان د ۷ تنو ژوند وژغوره
د کندهار ولایت یو ځوان د یوې کورنۍ د ۷ تنو غړو ژوند چې د دهلې په بند کې یې موټر غرق شوی وژغوره او دغه ځوان د کندهار د ولایتي ادارې او مدني ټولنو له خوا وستایل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کندهاری ځوان حمید الله نومېږي او شاوخوا ۲۵ کاله عمر لري، چې دا مهال د کندهار په مستوفیت اداره کې دنده تر سره کوي.
حمید الله د جمعې په ورځ د دهلې په بند ته د چکر په موخه تللی و او کله یې چې د دغه
نوموړی وايي په لومړي سر کې یې فکر کاوه، چې کوم لوی کار یې نه دی تر سره کړی، خو کله یې چې په فسبوک د دغه د مېړانې ستاینه ولیده نو پوه شو، چې لوی کار یې کړی.
کورنۍ موټر ولید چې په اوبو کې ډوب شوی نو پرته له ځنډه یې ځان اوبو ته ور واچاوه او د ۷ تنو ژوند یې وژغوره.
حمید الله وايي، لسګونو کسانو د دغه موټر د غرقېدو ننداره کوله او پر موبایلو یې ویډیو اخیسته خو یوه یې هم د ژغورنې هڅه ونه کړه.
دی زیاتوي پرته له دې چې کومه وېره ورولوېږي ځان یې اوبو ته واچاوه، د موټر ښيي یې ماتې کړې او دغه کسان یې له اوبو راویستل.
نوموړی وايي په لومړي سر کې یې فکر کاوه، چې کوم لوی کار یې نه دی تر سره کړی، خو کله یې چې په فسبوک د دغه د مېړانې ستاینه ولیده نو پوه شو، چې لوی کار یې کړی.
ده له هغه کسانو چې د تفریح او سیل له پاره چېرته ځي غوښتنه وکړه، چې له موټر چلولو سره احتیاط وکړي تر څو داسې ناوړه پېښې رامنځ ته نه شي.
د حاجي عزیز په نوم دغه کس چې د خپلې کورنۍ له شپږو غړو
د حاجي عزیز په نوم دغه کس چې د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره یو ځای په اوبو کې ډوب شوی وو او حمیدالله یې ژوند وژغوره وايي، خداى دې زموږ په هېواد کې همداسې ځوانان ډېر کړي چې د بل انسان ژوند وژغوري، نه دا چې له هغه ژوند واخلي.
سره یو ځای په اوبو کې ډوب شوی وو او حمیدالله یې ژوند وژغوره وايي، خداى دې زموږ په هېواد کې همداسې ځوانان ډېر کړي چې د بل انسان ژوند وژغوري، نه دا چې له هغه ژوند واخلي.
پرون مازيګر ناوخته د همدغه ځوان د ستايلو په موخه په کندهار ولايت مقام کې يو لړ مراسم جوړشوي وو، چې ولايتي ادارې او د مدنې ټولنې د استازو له خوا ورته ستاينليکونه هم ورکړل شول.
د کندهار د والي مرستيال عبدالعلي شمسي په دې مراسمو کې وويل چي په فېسبوک کې يې د ډېرو ځوانانو پوسټونه وليدل چې ليکلي يې وو، چې دلته انسانان د انسانانو کورونه ورانوي، خو داسې ځوانان هم سته چې د انسانانو ژوند ژغوري.
د والي په وینا همدې ټکى هغه اړ کړ چې د ځوان حميدالله دغه اتلولي وستايي.
والي وايي، د ځوان حمیدالله دغه کړنه ټولو هېوادوالو ته دا پيغام ورکوي، چې هغوى بايد په سختو حالاتو کې د خپلو خلکو لاسنيوى وکړي، نه دا چې د هغوى ژوند له خنډ سره مخ کړي.

جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین