د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي پلان لري د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIV) د ورکړې پروسه وغځوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هیدرهیګن باتم زیاتوي، چې بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي نه یوازي دا چې دا پروسه د ۲۰۱۶ کال تر پایه وغزوي بلکې دغې پروسي ته چټکوالی هم ورکړي.
ده ویلي، چې دوی به نه یوازې دا پروسه چټکه کړې بلکې افغانانو ته به دا هم ثابته کړي چې امریکا یو باوری ملګری دی او هیڅکله خپل ملګري نه هیروي او د هغوی د مرستو قدرداني کوي.
ویل کېږي، دا ویزې هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځي او ملکي ادارو سره په یو نه یو ډول کار کړی وي.
جمهورآژآنس:کابل
گرانو محترمو همکارانو غواړم چي حپل درد له تاسو سره شريک کړم 2005 کال ما کندهار ميدان دى امريکا نظامى اډي سره کار کوه په ساحتمانى بحش کي اسناد نلرم شايد ثبت تاسي ولرى دري زامن او درى لورګانې لرم اولاد مي په هجرت سلسله کي پاکستان کى زدکړي کړى، اوس فعلا په افغانستان کي شفى صبا کوم، دي اقتصادى وضیعت له عمله دى بچو درس توان نلرم افغانستان دى جنګ وضىعت کي کرار لرى، دى خپلو اولادو په خاطر دى ستاسو همکارى غوښتنه کوم، که ماته لار راکړى، افغانستان کى دى ژوند سهولت نلرم مننه