۰

د هلمند پر مسرستیال والي ځانمرګی برید شوی

شنبه ۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۳
چارواکي وايي، د هلمند ولایت د مرستیال والي محمدجان رسولیار پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د هلمند پر مسرستیال والي ځانمرګی برید شوی
چارواکي وايي، د هلمند ولایت د مرستیال والي محمدجان رسولیار پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر په سیمه کې شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، برید کوونکي د یوه کرولا موټر په واسطه د هلمند د مرستیال والي محمدجان رسولیار په موټریز کاروان برید کړی دی.
نوموړی مني چې په دغه برید کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې، خو زیاتوي، چې په اړه یې معلومات نه لري.
د هلمند امنیه قوماندان نبي جان ملا خېل هم د برید پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، چې په دغه برید کې یوازې د افغان پوځ درې سرتېري ټپیان شوي خو تر اوسه یې رسمي پخلی نه دی شوی.
باید وویل شي، چې د هلمند په نادعلي کې له تېرو ځو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین