۰

هلمند کې ۳۱ تنه پولیس او وسله وال وژل شوي

سه شنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۱
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۳۱ تنه وژل شوي دي.
هلمند کې ۳۱ تنه پولیس او وسله وال وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۳۱ تنه وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه جګړه وړمه شپه د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د نیولو له پاره بریدونه پیل کړل.
د خانشین ولسوال حاجي تورجان هلمندوال وايي، وړمه شپه سلګونو وسله والو د ولسوالۍ د نیولو له پاره بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو
نوموړي زیاته کړې، چې په جګړه کې ۱۷ تنه ملي پولیس او دوه تنه سرحدي پولیس وژل شوي او دغه راز ۸ تنه نور سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.
له خوا ورسره کلک مقاومت وشو.
نوموړي زیاته کړې، چې په جګړه کې ۱۷ تنه ملي پولیس او دوه تنه سرحدي پولیس وژل شوي او دغه راز ۸ تنه نور سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په دې جګړه کې ۱۲ تنه وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي او وسله والو د قریه نو په نوم دوو امنیتي پوستو چي یوه د سرحدي او دوهمه يې هم د ملي پولیسو اړوند وې نیولې دي.
په ورته وخت کې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قوال اردو قومندان جنرا ل معین فقیر وايي، دوی په سیمه کې تازه عملیات پلان کړي او ژر به تازه دمې افغان ځواکونه د خانشین ولسوالۍ د دفاع لپاره دغې سیمې ته ورسیږي.
وسله والو طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او ویې یې دی، چې ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین