د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ کال د اسیا جام سیالیو د غوراوي لوبو په لړ کې عمان لوبډلې ته په دریو ویکټو او درې توپونو ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سیالي چې د جمعې په ورځ په بنګلدېش کې پیل شوې افغانستان نن له عمان سره مخ شو، چې د لوبې پچه عمان لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
عمان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان د توپ اچوونکو له خوا ګلبدین نایب ښه لوبه وکړه چې دوه لوبغاړي یې وسوځول او محمد نبي او امیر حمزه یو یو لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د توپ وهونکو له خوا ورکړای شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره او ۱۶۸ منډې یې وکړې.
د افغان توپ وهونکو له لوري نورعلي ځدراڼ تر ټولو ښه وځلېده او ۴۴ توپونو یې ۶۴ منډې وکړې.
دغه راز اصغر ستانکزي ۳۴، نجیب الله ځدراڼ ۲۳، محمد نبي ۱۱، سمیع الله شینواري ۱۲ او دولت ځدراڼ ناسوځېدلې ۱۲ منډې وکړې.
باید وویل شي، چې افغانستان د غوراوي پړاو سیالیو وروستۍ سیالي له هانکانګ لوبډلې سره لري، چې د دوشنبې په ورځ ده.
جمهور آژانس:کابل