۰

ننګرهار کې پر سیمه ييزه پولیسو ځانمرګي برید وشو

پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۸
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو پر یوه پوسته ځانمرګي برید شوی، چې د یوه پولیس په ګډون یې ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
ننګرهار کې پر سیمه ييزه پولیسو ځانمرګي برید وشو
چارواکي او روغتیايي مسؤولین وايي، په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو پر یوه پوسته ځانمرګي برید شوی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیه قومانداني زیاتوي چې دغه برید نن سهار ۱۱:۲۰ بجې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ خوا ته کې رامنځ ته شوی.
د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال زړور زاهد وايي، یوه پلي ځانمرګي برید کوونکي په غني خېلو ولسوالۍ کې د سیمه ييزه پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او شپږ تنه ولسي وګړي، چې له لارې د تېرېدو په حال کې و، ټپیان شوي.
دی زیاتوي، چې ټپیان د غني خېلو روغتون او د ننګرهار ملکي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه ونه ویل.
خو د ننګرهار ولایت مطبوعاتي اداره وايي، په دغه برید کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او د دریو ماشومانو په ګډون ۱۰ ولسي وګړي ټپیان شوي.
په ورته وخت کې د غني خېلو د روغتون یوه ډاکتر ویلي، چې د پېښې له ځایه دوی ته یو جسد او لس ټپیان وروړل شوي دي.
دا په تېرو دوه ورځو کې دوهم ځانمرګی برید دی، چې په ننګرهار کې په سیمه ییزه پولیسو تر سره کېږي.
تر دې برید دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان د کور مخې ته موټر بم ځانمرګي برید ۱۲ تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین