سیمه ییز اوسېدونکي وايي، په لوګر ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو، درې نجونې چې خویندې وې، په ډزو وژلې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورخ د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په پنج پای کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وژل شوې نجونې د سپین خاوري په راوړولو پسې له کلي وتلې.
د لوګر د والي ویاند د سیمې د خلکو له قوله وايي، برید کوونکي وسله وال دوه کسان و، چې پوځي لباس یې پر تن او مولونه یې وهلي وو.
د وژل شویو نجونو پلار ویلي، لورانې یې د اختر په را رسېدو سره د سپینې خاورې یا سپینې خاورې پسې له کلي وتلې خو هلته وژل شوې.
د هغه په وینا لورانې یې له ۱۰ تر ۱۸ کلونو پورې عمرونه درلودل، خو نه پوهېږي، چې ولې وژل شوې دي.
د وژل شویو نجونو پلار زیاته کړې، چې له چا سره هېڅ ډول شخصي دښمني نه لري او له حکومته په کلکه غواړي، چې د لوڼو قاتلین یې پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د لوګر د والي ویاند وایي، په دې اړه پلټنې پیل شوې خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
جمهورآژانس:لوګر