۰

غزني کې ۱۲ځانمرګي او د چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوي

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۲
چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې ۱۲ تنه ځانمرګي برید کوونکي او د چاودېدونکو توکو ډک درې موټر نیولي دي.
غزني کې ۱۲ځانمرګي او د چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوي
چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې ۱۲ تنه ځانمرګي برید کوونکي او د چاودېدونکو توکو ډک درې موټر نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني والي محمد امان حمیمي تېره ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې دغه برید کوونکي د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره چې ځانمرګي بریدکوونکي د برید له واسکټونو سره یو ځای نیول شوي او هغوی غوښتل په غزني کې خونړي بریدونه تر سره کړي.
دغه راز د غزني والي دا هم وویل، چې امنیتي ځواکونو درې موټره چاوېدونکي توکي چې وسله والو غوښتل په ښار کې لوی لوی بریدونه پرې وکړي کشف او نیولي دي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین