۰

افغان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر لانجه خبرې وکړې

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د وروستۍ لانجې په اړه خبرې وکړې.
افغان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر لانجه خبرې وکړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د وروستۍ لانجې په اړه خبرې وکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخط د ښاغلي حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغانستان د حکومت شپږ کسیز پلاوي نن پاکستان ته تللی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي، افغان پلاوي د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز او د بهرنیو چارو وزارت له معین عزیز چودري سره ولیدل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دواړو خواوو له خبرو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی خبرې په صمیمانه فضا کې وشوې.
په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو خواو وویل، چې د خپلو خبرو په باب به له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي او نورې خبرې به د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره د جون په ۲۳ او ۲۴ مه په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غونډې ترڅنګ وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین