۰
محمود خان اڅکزی:

هېچا ته اجازه نه ورکوو چې پاکساان کې افغانان وځوروي

سه شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۱
د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزې وایي هيچاته به اجازه ورنکړي چې پخپله خاوره کې افغانان وځوروي.
هېچا ته اجازه نه ورکوو چې پاکساان کې افغانان وځوروي
د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزې وایي هيچاته به اجازه ورنکړي چې پخپله خاوره کې افغانان وځوروي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اڅکزي دغه څرګندونې له امریکا غز سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې او ویلي یې دي دوی له هېڅ افغان څخه شناختي کارت نه غواړي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي«هېچا ته اجازه نه ورکو، چې زموږ په خاوره کې افغانان وځوروي، که افغانان په نورو سيمو کې ځورول کېږي نو پښتونخوا سيمه لويه ده الته دې ورشي.»
په ورته وخت کې ښاغلي اڅکزي دواړه غاړې حوصلې ته بللې او غوښتي یې دي، چې د تورخم موضوع د خبرو اترو له لارې حل کړي.
خو په وینا یې که نه حل کېږي، نو بیا یې د دواړو هېوادونه چين او امريکا ته پرېږدي، چې د ده په خبره په دوو اونيو کې به يې حل کړي .
دا په داسې حال کې ده، چې په خیبرپښتونخوا کې افغان کډوال له سختو فشارونو او ستونزو سره مخ دي او دې ته اړ ویستل کېږي، چې دغه سیمې پرېږدي او خپل هېواد ته راستانه شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین