۰
د امریکا د کانګریس یوه مخکښ غړی:

پاکستان ته د مرستو ورکړه د تروریستانو د پاللو عوض دی

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۲
د امریکا د کانګریس یوه مخکښ غړی او د جمهوریپال ګوند استازی ټید پوۍ وايي، پر پاکستان باور نه شي کېدای او دغه هېواد ته د مرستو ورکړه د تروریستانو د پاللو عوض دی.
پاکستان ته د مرستو ورکړه د تروریستانو د پاللو عوض دی
د امریکا د کانګریس یوه مخکښ غړی او د جمهوریپال ګوند استازی ټید پوۍ وايي، پر پاکستان باور نه شي کېدای او دغه هېواد ته د مرستو ورکړه
هغه په خپلو خبرو کې ویلي« پر پاکستان باور نه شي کېدای، دغه هیواد له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري له موږ څخه په چل ول ۳۳ ملیارد ډالره اخیستي دي.»
د تروریستانو د پاللو عوض دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کانګریس د تروریزم او د اتومي وسلو د پراختیا د مخنیوي د فرعي کمېټې مشر ښاغلي پوۍ پاکستان د تروریسي ډلو په ملاتړ تورن کړی او ویلي چې دغه هېواد له تېرو څو کلونو راهیسې د امریکا څخه په چل پیسې تر لاسه کړې.
نوموړي د کانګریس د استازو جرګې له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ چې له پاکستان سره د امریکا مرستې له ۷۰۰ ملیون ډالرو ۹۰۰ ملیون ډالرو ته زیاتوي.
هغه په
پوۍ زیاتوي«له ۱۵ کلونو راهیسي موږ پاکستان ته وایو چې په خپله خاوره کې د تروریستانو پر ضد اقدام وکړي او په دې ۱۵ کلونو کې پاکستان نه یوازې دا چې په هیڅ ډول د هغوی خلاف اقدام نه دی کړی، بلکې په حقیقت کې یې د دغو تروریستانو، چې په افغانستان کې زموږ پوځیان او پوځیانې وژني، ملاتړ کړی دی. نور هغه وخت راغلی چې حقیقت وویل شي، موږ دې ته اړتیا نه لرو چې له پاکستان سره مرسته وکړو چې نوره غداري هم زموږ سره وکړي، بې پیسو یې هم کوي.»
خپلو خبرو کې ویلي« پر پاکستان باور نه شي کېدای، دغه هیواد له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري له موږ څخه په چل ول ۳۳ ملیارد ډالره اخیستي دي.»
پوۍ زیاتوي«له ۱۵ کلونو راهیسي موږ پاکستان ته وایو چې په خپله خاوره کې د تروریستانو پر ضد اقدام وکړي او په دې ۱۵ کلونو کې پاکستان نه یوازې دا چې په هیڅ ډول د هغوی خلاف اقدام نه دی کړی، بلکې په حقیقت کې یې د دغو تروریستانو، چې په افغانستان کې زموږ پوځیان او پوځیانې وژني، ملاتړ کړی دی. نور هغه وخت راغلی چې حقیقت وویل شي، موږ دې ته اړتیا نه لرو چې له پاکستان سره مرسته وکړو چې نوره غداري هم زموږ سره وکړي، بې پیسو یې هم کوي.»
دی وايي، دا ټولو ته معلومه ده، چې پاکستان اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه او مخکې تر دې چې بن لادن د امریکا په یوه ستره حمله کې و وژل شي، د پاکستان د یوه پوځي ښار په یوه لوی کور کې اوسېده.
هغه ویلي«لږ خلک خبر دي چې له دې بریده وروسته په پاکستان کې د سي آی اې مشر ته زهر ورکړای شول. هم د سي آی اې مشر او هم یې اداره وايي چې د پاکستان آی ایس آی زهر ورکړل.»
د امریکا د کانګریس دغه جمهوریپال غړي د پاکستان څارګره اداره
هغه ویلي«لږ خلک خبر دي چې له دې بریده وروسته په پاکستان کې د سي آی اې مشر ته زهر ورکړای شول. هم د سي آی اې مشر او هم یې اداره وايي چې د پاکستان آی ایس آی زهر ورکړل.»
یا آی ایس آی د تروریستانو ملاتړ کوي او وايي پاکستان ته د مرستو ورکړه د ترهګرو د ملاتړ غوض دی چې ورکول کېږي.
نوموړی وايي، د ۲۰۱۲ په فبروري کې د ناټو په راپور کې تایید شوه چې آی ایس آی طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته پیسې، امکانات، پناه او روزنه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا کانګرېس څه موده وړاندې پر پاکستان هغه څو سوه میلیونه ډالره مرسته رد کړه، چې ټاکل شوې وه، پاکستان ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د پېرلو له پاره ورکړل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین