۰

امریکا، افغانستان ته جنګي هیلیکوپترې لېږي

يکشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۲
ټاکل شوې امریکا د ۲۰۱۷ کال په پیل کې شینوک جنګي هیلیکوپترې، د ملي ګارد پېلوټان او عمله افغانستان ته را ولېږي.
امریکا، افغانستان ته جنګي هیلیکوپترې لېږي
ټاکل شوې امریکا د ۲۰۱۷ کال په پیل کې شینوک جنګي هیلیکوپترې، د ملي ګارد پېلوټان او عمله افغانستان ته را ولېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د پوځ د ویبپاڼې راپور وايي، د پوځ پېلوټان او عمله به د نیویارک له راچستر څخه د راتلونکي ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې افغانستان ته ولېږل شي.
د نیویارک د راچستر هوايي قطعه له شینوک سي ایچ (۴۷) (CH-۴۷) ماډل الوتکو کار اخلي چې د افغانستان د غرنیو سیمو لپاره مناسبې دي.
دا هیلکوپترې له ۳۳ تر ۵۵ ټنه جنګي وسایل له ځان سره لېږدولی شي.
د امریکا د ملي ګارد پېلوټان اوس د پوځ د پلي ځواک له ۲۷ قطعې سره په تعلیمي مرکز کې روزل کېږي.
باید وویل شي، دا ګام د افغانستان په جګړه کې د امریکايي پوځیانو د صلاحیتونو له ډېرېدو وروسته اخستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ویلي، چې امریکا به افغانستان ته نېږدي، ۴۰۰ اضافي سرتېري ځای پر ځای او د اړتیا په وخت کې به ترې کار واخلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین