چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو پر ګزمه یو تن غلچکي بریدګر وژل شوی او بل په تېښته بریالی شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تیري اډې په سیمه کې رامنځ ته شوی.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، دوه تنو غلچکي بریدګرو غوښتل په یاده سیمه کې د ملي امنیت پر کارکوونکو برید وکړي.
خو په وینا یې ملي امنیت کارکوونکو پرې وار ړومبی کړی، چې په ترڅ کې یې یو تن بریدګر وژل شوی او بل په تېښته بریالی شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل