۰

د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۰
چارواکي او امنیتي سرچینې وايي، په ننګرهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۷ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي او امنیتي سرچینې وايي، په ننګرهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۷ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه برید تېره شپه شاخوا اته بجې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د شډل بازار په سیمه کې شوی دی.
که څه هم نوموړی په دغه سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
په ورته وخت کې د دغه ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې برید د عامې روغتیا ریاست د یوه کارکوونکي پر کور چې له تازه له حج څخه راستون شوی و، شوی دی.
تر اوسه امریکايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین