په ختیځ کې پوځ چارواکي د کابل – جلال آباد پر لویه لار د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د ۱۶ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغان هیلیکوپټرو د کابل- جلال آباد په لویه لار د ورېښمین تنګي په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو بمبار کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور یې ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:ننګرهار