۰

امریکا د فلسطین په رسمیت پېژندلو پلان نه لري، خو روسیه خپلواک فلسطین غواړي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۷
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا اوسنۍ اداره په پام کې نه لري، چې فلسطین د په رسمیت وپېژني، خو روسیې ویلي، چې دوی د یوه خپلواکه فلسطیني دولت غوښتونکي دي.
امریکا د فلسطین په رسمیت پېژندلو پلان نه لري، خو روسیه خپلواک فلسطین غواړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا اوسنۍ اداره په پام کې نه لري، چې فلسطین د په رسمیت وپېژني، خو روسیې ویلي، چې دوی د یوه خپلواکه فلسطیني دولت غوښتونکي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا له خوا د فلسطین د په رسمیت پېژندلو غوښتنه د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر کړې وه.
کارټر نیو نیویارک ټایمز ته په خپله یوه لیکنه کې لیکلي و، چې فلسطین دې د امریکا له لوري په رسمیت و پېژندل شي.
نوموړي دا غوښتنه هم کړې وه، چې امریکا له فلسطین سره خپلې مرستې پیل کړي.
په اګسټ میاشت کې هم د ټویټر پر کرښه سلګونه کاروونکو غوښتنه کړې وه چې فلسطین دې په نقشه کې شامل شي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کرپي وایي، د امریکا اوسنۍ اداره داسې کوم پلان نه لري، چې فلسطین دې په رسمیت وپېژني.
نوموړي زیاته کړې، تر هغه چې د فلسطین مسله د خبرو اترو له لارې نه وي، حل شوې امریکا یې پر وړاندې دریځ نه شي نیولی او په دې کار کې بیړه نه کوي.
په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې روسیه د یوه خپلواکه فلسطیني دولت غوښتونکې ده او روسیه دازادۍ څخه ملاتړ کوي.
یوې روسي خبري سرچنې د پوتین له قوله ویلي، چې د یو خپلواکه فلسطیني دولت چې پلازمینه يي ختیځ بیت المقدس وي پوره ملاتړ کوو.
یوې روسي خبري سرچنې ویلي چي د دې هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د فلسطین د خلکو سره د نړۍوالې همغږۍ د ورځې له امله د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې پوتین پدې ټیلیفوني خبرو کې په ټينګار سره ویل،ي چې د روسیې او فلسطین اړیکې د همکارۍ او دوستۍ پر بڼسټ ولاړې تاریخي اړیکي دي.
پوتین زیاته کړې، چې روسیه د فلسطین د ستونزې د هر اړخیزو، عادل او تل پاتې حل لارې ملاتړ کوي.
هغه ویلي دي چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځه د مذاکراتو د یو ځل بیا پيلولو او یو د خپلواکه فلسطیني دولت د جوړولو په برخه کې هر ډول مرستې ته تیار دی.
پوتین ویلي دي چې د ۱۹۶۷ کلونو د پولو او پلازمینه ختیځ بیت المقدس یو خپلواکه فلسطیني دولت نه ملاتړ کوو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین