۰

د افغانستان سره د لارو بندولو له امله پاکستان هره ورځ درې نیم میلیونه ډالر زیان کوي

دوشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۸
د پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو له تړل کېدو سره پاکستاني سوداګر هره ورځ درې نیم میلیونه ډالر زیان کوي.
د افغانستان سره د لارو بندولو له امله پاکستان هره ورځ درې نیم میلیونه ډالر زیان کوي
د پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو له تړل کېدو سره پاکستاني سوداګر هره ورځ درې نیم میلیونه ډالر زیان کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پاکستان د سوداګرۍ خونې د مېوې د صادراتو څانګې مشر احمد جواد د پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
ورځپاڼه وايي د لارې تړل کېدو له امله هره ورځ دواړو غاړو ته څلور ميليون ډالر زيان اوړي چې ٨٠ سلنه يې د پاکستاني سوداگرو دی.
ورځپاڼه زياتوي چې په منځنۍ کچه هره ورځ ٥٠٠ لارۍ افغانستان ته اوښتې چې له هرې يوې پاکستان ١٠٠٠٠ کلدارې ترلاسه کولې او پر دې سربېره ملي او ځايي سوداگرو او د پاکستان ترانسپورټي صنعت ته دروند مالي زيان اوښتی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ خونې د مېوې د صادراتو څانګې مشر احمد جواد ویلي، چې چې د لارې بندېدو منځنۍ اسيا او افغانستان ته د مالټو پر صادراتو خورا ناوړه اغېز کړى.
نوموړى وايي ټاکلې شوې وه چې سږکال ٣٥٠ ټنه مالټې افغانستان او منځنۍ اسيا ته صادرې شي خو داسې ونه شول.
د پاکستان د سوداګرۍ چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د دغه هېواد لومړي وزیر نواز شریف نن امر کړی دی، چې دغه لارې دې ژر تر ژره خوشي شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین