۰

غزني کې ۲۸ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۳
امنیتي چارواکي په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو وسله وال طالبان یې ردوي.
غزني کې ۲۸ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو وسله وال طالبان یې ردوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جګړه تېره ورځ د غزني په ګیرو او اندړو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې لوا ویاند محمد حنیف رضايي وايي، د ګیرو ولسوالۍ په سفرال سیمه کې ۷ او د اندړو په جمال کلا سیمه کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دواړو سیمو کې د جګړې پر مهال ۱۳ تنه نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.
وسله وال طالبان په اندړو او ګیرو ولسوالیو کې د جګړې پخلی کوي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې دومره شمېره ردوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په جګړه کې د دوی یو تن وژل شوی، خو ۴ افغان سرتېري یې وژلي، ۷ تنه یې ټپیان او یو کس یې په ټپي حالت کې ژوندی نیولی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین