د رسنیو د راپورونو پر بنسټ سعودي عربستان درې پاکستاني وګړي د نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په جرم په دار ځړولې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه درې پاکستانیان د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د یوې محکمې تر پرېکړې ورووسته اعدام شوي دي.
که څه هم محکمې د دغه پاکستانیانو د اعدام حکم کړی و او وړمه ورځ د سعودي عربستان له خوا په دار ځړول شوي، خو پاکستاني رسنیو ادعا کړې ده، چې د یادو کسانو جرم لا نه و ثبات شوی.
د رسنیو د راپور له مخې دمګړی ۲۴۰۰ پاکستانیان د بېلو جرمونو په تور د سعودي عربستان په زندانونو کې شپې ورځې تېروي.
جمهورآژانس:کابل