۰

کندهار کې د کوټې شورا ۲۰ وسله وال غړي نیول شوي دي

چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۴
ملي امنیت وايي، په سویل کندهار ولایت کې یې ۲۰ تنه وسله وال طالبان نیولي، چې د کوټې شورا پورې اړوند دي.
کندهار کې د کوټې شورا ۲۰ وسله وال غړي نیول شوي دي
ملي امنیت وايي، په سویل کندهار ولایت کې یې ۲۰ تنه وسله وال طالبان نیولي، چې د کوټې شورا پورې اړوند دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت په یوه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د ملي امنیت منسوبینو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو څلور ډلې نیولې، چې ۲۰ کسه کېږي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو وسله والو غوښتل، په کندهار ښار او ورڅېرمه سیمو کې نا امنیتي جوړه کړي، خو د ملي امنیت له خوا ونیول شول.
دغه ریاست زیاته کړې، چې یادو ترهګرو پر خپل جرم اعتراف کړی او ويلي يي دې، چې دوی ته دنده سپارل شوې وه چې په کندهار ولایت کې هدفي وژنې، پر پوځي او ملکي کاروانونو او موټرو بريدونه، په بېلا بېلو ځايو کې د ماينونو د خښولو ترڅنګ نور تخريبي کړنې هم ترسره کړي چې د ملي امنيت ځواکونو لخوا ونيو ل شول.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین