۰

د کډوالۍ نړيوال سازمان له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې زیاتوي

دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۸
د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، له هغو افغان کډوالو سره به چې له پاکستان څخه راستنېږي او د کډوالۍ اسناد نه لري خپلې مرستې زیاتې کړي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې زیاتوي
د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، له هغو افغان کډوالو سره به چې له پاکستان څخه راستنېږي او د کډوالۍ اسناد نه لري خپلې مرستې زیاتې کړي.
د جمهور آژنس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کډوالۍ نړيوال سازمان مرستيالې لورا تامسون د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزير سید حسین عالمي بلخي سره په ناسته کې کړې ده.
په کابل کې د دې سازمان له دفتره خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې مېرمن ټامسون په ناسته کې له پاکستان څخه د بې اسناده راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د ډېرېدو ژمنه وکړه.
ميرمن ټامسون ويلي چې د تېر په پرتله له هغو افغان کډوالو سره چې د کډوالۍ اسناد نه لري او هېواد ته راستنيږي، د مرستو کچه لوړه شوې ده.
هغې زیاته کړې، چې تر دې وړاندې يواځې له ۱۰ - ۱۵ سلنه راستنېدونکو کډوالو سره مرستې ترسره کېدې او اوس د مرستو دغه کچه ۹۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په ننګرهار کې راستنيدونکو کډوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په تورخم کې د کډوالۍ د نړيوال سازمان دوه نوي مرکزونه هم پرانيستل شوي، چې د مرستو د ويش په برخه کې به سهولتونه رامينځته کړي.
خبرپاڼه وايي، د کډوالۍ د نړيوال سازمان مرستيالې ژمنه کړې، چې د نيمروز له لارې به له ايران څخه افغانستان ته د راستنيدونکو کډوالو سره د مرستو د چمتو کولو لپاره به له مرستندويو ادارو سره خبرې وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین