راپورونه وايي، افغانستان، چین، او پاکستان یوه درې اړخیزه غونده تر سره کړې او په کې یې پر یو شمېر مسایلو خبرې اترې او هوکړې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه تېره ورځ د چین په بجینګ ښار کې شوې چې د چین د ورېښمو لارې پروژې په اړه وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا هم په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د درېیواړو هېوادونو استازو د همکاریو د لا زیاتوالي او ښه والي هوکړه کړې او په دې اړه یې خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې د چین هېواد استازو ټینګار کړی چې په سیمه کې امنیت او ثبات د درېواړو هېوادونو لپاره اړین دی او کولی شي یادو هېوادونو ته اقتصادي او سوداګریزه پراختیا ورکړي.
ویل کېږي چې دا د کابل، اسلام اباد او بېجینګ ترمنځ لومړنۍ درې اړخیزه غونډه ده چې ښايي په راتلونکې کې نورې ورته غونډې هم ددرېواړو هېوادونو ترمنځ وشي.
چین د یوه کمربند یوې لارې په مرسته غواړي په سیمه او نړۍ کې د سوداګرۍ یوه اوږده او پراخه لاره جوړه کړي چې پاکستان او افغانستان ددغه پروژې لپاره حیاتي ارزښت لري. چین پر دغه پروژه ټول ټال ۱۲۴ میلیارده ډالر پانګونه کوي.
جمهورآژانس:کابل