۰

ننګرهار کې د بهرنیو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي

سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۸
چارواکي وايي، په نګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې د بهرنیو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي
چارواکي وايي، په نګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې داعش ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړې، هوايي او توپچي بریدونو د اچین ولسوالۍ د پېښې په سیمه کې ۱۴ داعشیان وژلي دي، چې په وژل شویو کې بهرني جنګیالي هم شتون لري.
خوږیاڼی دا هم وايي، چې په دې بریدونو کې د داعش وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه پورې داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین