۰
امریکایی ديپلومات:

پاکستان په هند او افغانستان کې د جګړو لپاره درې ترهګرې ډلې روزلې دي

شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۴
په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر ویلیم میلم وايي، پاکستان په افغانستان او هند کې د جګړو په موخه له درېیو سترو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
پاکستان په هند او افغانستان کې د جګړو لپاره درې ترهګرې ډلې روزلې دي
په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر ویلیم میلم وايي، پاکستان په افغانستان او هند کې د جګړو په موخه له درېیو سترو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې میلم ویلي، پاکستان په هند کې د جګړو او خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره له لشکر طیبه او په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي او خپلو نیابتي جګړو لپاره طالبان او حقاني شبکه روزلي دي.
نوموړي له انلاین استخباراتي خبري او تحلیلي ویبپاڼې سایفر برېف (The Cipher Brief) سره په خبرو کې ویلي، آی ایس آی په لوی لاس د دغو ډلو ملاتړ او روزنې ته ادامه ورکوي.
دغه امریکايي ديپلومات زیاته کړې، چې پاکستان تل له امریکا سره دوه مخې لوبه کړې ده او لا هم د خپلو ګټو لپاره دغه لوبه کوي.
ځکه په وینا یې پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت رامنځ ته شي او د پاکستان ګټې وګواښي او دغه راز پاکستان په افغانستان کې د خپل دښمن (هند) له نفوذ وېره لري.
نوموړي زیاته کړط، چې پاکستان له ۱۹۹۰ کال راهیسې د طالبانو په پالنه او رامنځ ته کولو کې مهم رول درلودلی، حقاني شبکه او لشکر طیبه هم د آی. ایس. آی ځانګړي کسان دي، چې نه یوازې په افغانستان او هند کې جګړه کوي؛ بلکې په پاکستان کې د نننه هم د آی. ایس. آی مخالفین وژني.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې، هم ویلي، چې پاکستان د طالبانو، حقاني شبکې، لشکر طیبه او جېش محمد په شان ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین