۰

کابل کې پر لاریونونو د ځانمرګو بریدونو مخه ونیول شوه

شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۸
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، پلازمېنه کابل کې یې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي، چې غوښتل یې پر لاریون کوونکو او غونډو بریدونه وکړي نیولي دي.
کابل کې پر لاریونونو د ځانمرګو بریدونو مخه ونیول شوه
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، پلازمېنه کابل کې یې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي، چې غوښتل یې پر لاریون کوونکو او غونډو بریدونه وکړي نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې یاد ریاست زیاته کړې، چې دغه کسانو هوډ در لود د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې بریدونه تر سره کړي، خو د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول.
سرچینې په یوه خبرپانه کې ویلي، له نیول شویو کسانو څلور د ځانمرګي برید واسکټونه هم کشف او ترلاسه شوي دي.
د ملي امنیت په وینا نیول شویو کسانو اعتراف کړي دي چې دوی غوښتل په کابل ښار کې د خلکو پر مظاهرو او غوندو بریدونه ترسره کړي.
په کابل کې دغه ځانمرګي پر داسې مهال نیول کېږي، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې د مشرانو جرګې د یوه غړي د زوی سالم ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې هم ځانمرګو بریدونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین