په پاکستان کې د شوي ځانمرګي برید چې په کې ۶۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، مسؤولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې برید تېره ورځ د پنجاب ایالت د لاهور ښار په فیروزپور سړک له عارفه کریم جګپوړیزې ودانۍ سره څېرمه شوی دی.
د لاهور والي عبدالله سنبل ویلي، چې په دغه برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۳۸ تنه ټپیان شوی دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان ویلي، د برید ډېری قربانیان پولیس سرتېري دي.
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د پنجاب ایالت مشر وزیر شهباز شریف او ددغه هېواد د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه دغه برید غندلی دی.
د برید مسؤولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی او د دغه ډلې ویاند محمد خراساني وايي برید د دوی یوه موټرسایکل سپاره ځانمرګي، فدا حسین سواتي کړی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل