۰
مولوي کشاف:

قرانکریم یوازې د پاکستان له پاره نه، د ټول انسانیت له پاره نازل شوی

سی شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۲
د افغانستان د علماوو شورا د پاکستاني علماوو د وروستۍ فتوا په غبرګون کې وايي، قرانکریم د ټول انسانیت له پاره نازل شوی، یوازې د پاکستان له پاره نه دی.
قرانکریم یوازې د پاکستان له پاره نه، د ټول انسانیت له پاره نازل شوی
د افغانستان د علماوو شورا د پاکستاني علماوو د وروستۍ فتوا په غبرګون کې وايي، قرانکریم د ټول انسانیت له پاره نازل شوی، یوازې د پاکستان له پاره نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د علماوو شورا نن سه شنبې د سلواغې ۱۰ مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال پر هغو پاکستاني علماوو نیوکه وکړه، چې یوازې په پاکستان
د افغانستان د علماوو شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف وویل«د پاکستاني علماوو ورستۍ ابلاغیه، شرعي فتوا نه ده، ځکه هغوی یوازې په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام بللي چې دا د اسلامي احکامو خلاف کار دی، ځکه ځانمرګي بریدونه د قراني نصوصو پر بنسټ حرام دي، او د قران کریم آیاتونه یوازې د پاکستان له پاره نه دي نازل شوي، بلکې د ټولې دنیا د مسلمانانو له پاره یو شان دي.»
کې یې ځانمرګي بریدونه حرام بللي دي.

د پاکستان شاوخوا ۱۸۰۰ دیني عالمانو څه موده وړاندې په یوه غونډه کې فتوا ورکړه، چې په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام او هېڅ څوک او هېڅ ډله نه شي کولای د جهاد فتوا ورکړي.

خو د افغانستان د علماوو شورا د پاکستاني علماوو دغه څه فتوا نه بلکې یوه ابلاغیه و وبلله او ویې ویل، چې فتوا د ټولو مسلمانانو له پاره وي نه یوازې د یوه هېواد له پاره.

د افغانستان د علماوو شورا و ویل، چې پاکستاني علما له قراني نصوصو څخه سیاسي استفاده کوي او یووازې یې تر خپل هېواد پورې منحصروي.

د افغانستان د علماوو شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف وویل«د پاکستاني علماوو ورستۍ ابلاغیه، شرعي فتوا نه ده، ځکه هغوی یوازې په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام بللي چې دا د اسلامي احکامو خلاف کار دی، ځکه ځانمرګي بریدونه د قراني نصوصو پر بنسټ حرام دي، او د قران کریم آیاتونه یوازې د پاکستان له پاره نه دي نازل شوي، بلکې د ټولې دنیا د مسلمانانو له پاره یو شان دي.»

نوموړي و ویل، چې پاکستاني علما د خپل حکومت تر سیاسي فشار لاندې دي او د حق په ژبه خبرې نه شي کولای او د اسلام له دین څخه سیاسي ګټه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي