۰
خلیل کرزی:

پاکستان له افغانستان څخه مشخصې غوښتنې لري

شنبی ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۹
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی وايي، پاکستان له افغانستان څخه مشخصې غوښتنې لري، او موږ چمتو چې خبرې ورسره وکړو.
پاکستان له افغانستان څخه مشخصې غوښتنې لري
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی وايي، پاکستان له افغانستان څخه مشخصې غوښتنې لري، او موږ چمتو چې خبرې ورسره وکړو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له آزادۍ رادیو سره په یوه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان په بحثونو کې په جزئیاتو خپلې غوښتنې په روښانه توګه نه وایي، خو موږ ویلی شو چې مشخصې غوښتنې لري چې د بحث وړ دي او موږ چمتو یوو چې بحث پرې ورسره وکړو.

نوموړي د افغانستان او هند تر منځ نېږدې اړیکې د پاکستان د یوې اندېښنې په توګه یادوي او وايي« مشخص نه وايي، خو دا په ډېر وضاحت وايي چې ستاسو دوو هېوادونو استخبارات چې د افغانستان ملي امنیت دی او د هند استخبارات دي خپلو کې نېږدې اړیکې لري، پخوا یې دا هم ویل چې په افغانستان کې هندوستان ۱۲ کونسلګرۍ لري، ډېر داسې مسایل شته چې حقیقت نه لري، له همدې کبله مو ورته ویلي چې راشئ، او له موږ سره کېني.»

ښاغلي کرزي که څه هم ونه ویل چې ګوندې پاکستان ترې د ډیورند کرښې په اړه کومه غوښتنه لري، خو ویې ویل چې د ډیورند بحث د افغانستان د حکومت له واکه پورته او د افغانستان په ولس پورې اړه لري.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان به اوس همکارۍ ته چمتو شي ویلي، چې اوس یو څه بدلونه راغلي، پر پاکستان نړیوال فشار زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي