نوموړي و ویل، چې د جګړو او ورانیو له امله د هېواد په ټولو پوهنتونو په ځانګړي ډول په کابل پوهنتون کې تصحلي نصاب په همغه شکل پاتې دی او هېڅ بدلون په کې نه دی راغلی، چې دا څه د پوهنتونو له جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي.
د کابل پوهنتون رییس وايي، د دې تحصلي نصاب د بدلون له پاره په لوړه کچه لوی پروګرامونه او کړنلارې په پام کې نیول شوې، چې په پلي کېدو سره به یې په نړیوالو او د ټولنې له اړتیاو سره سم نصاب رامنځ ته شي.
هغه ټینګار وکړ، چې نور د پلرونو پخواني لکچر نوټونه، چې له څو لیسیزو برابر شوي او په تحمیلي توګه محصلینو ته ورکول کېدل، د منلو نه دي او باید پر ځای یې له ورځې سره سم معیاري او کیفیت لرونکی نصاب ځای ونیسي.