۰

افغان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره د لوبو له پاره افغان لوبډلې وټاکلې

چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۳
افغان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره د ۲۰ او ۵۰ اوریزه یا یو ورځنیو لوبو تر سره کولو له پاره ملي لوبډلې اعلان کړې.
افغان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره د لوبو له پاره افغان لوبډلې وټاکلې
افغان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره د ۲۰ او ۵۰ اوریزه یا یو ورځنیو لوبو تر سره کولو له پاره ملي لوبډلې اعلان کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ بورډ د غواروي کمېټې نن چهارشنبې د زمري ۳ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د هغه لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې له ایرلنډ سره به ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه لوبې تر سره کوي.

د غوراوي کمېتې مشر نوروز منګل په دغه غونډه کې و ویل، چې اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، محمد نبي، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدراڼ، شفیق الله شفق، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، ګلبدین نایب، میرویس اشرف، راشد خان، مجیب ځدراڼ، افتاب علم او فرید ملک هغه لوبغاړي دي، چې له ایرلنډ سره به په ۲۰ اوریزه لوبو کې برخه واخلي.

د هغه په وینا دغه راز به اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، محمد نبي، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدراڼ، رحمت شاه، جاوید احمدي، حشمت الله شهیدي، احسان الله جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب ځدراڼ، دولت ځدراڼ افتاب علم، او وفادر مومند هغه لوبغاړي دي، چې له ایرلند ملي لوبډلې سره به پنځوس اوریزه یا یو ورځنیو سیالیو کې برخه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه لوبغاړي د ایرلنډ پیچونو یا میدانونو ته په کتو غوره شوي، چې نوي لوبغاړي هم په کې دي.

باید و ویل شي، چې افغان ملي لوبډله به له ایرلنډ سره درې شل اوریزه او درې یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه لوبې لری، چې د اګسټ د میاشتې له اته ویشتمې نه تر ۳۱ نیټې، په ایرلنډ کې به تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي