سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پروان ولایت کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی، چې جسد یې نن موندل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، خو د وژل شوي دیني عالم مړی په چاریکارو کې موندل شوی دی.
د جبل السراج ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، وژل شوي دیني عالم مولوي احمده نومېږي او د چاریکارو ښار د تتمدره د سیمې اصلي اوسېدونکی دی.
د هغه په وینا مولوي احمدشاه په دغه ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی خو جسد یې نن چهارشبنې د زمري ۱۷ مه سهار د پروان مرکز چاریکارو ښار د آبیارۍ کانال په سیمه کې پولیسو موندلی دی.
نوموړي و ویل، چې تر اوسه د دغه دیني عالم د وژلو علت او لامل نه دی معلوم شوی خو پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.
په ورته وخت کې د پروان امنیه قومانداني وايي، دوی د دغه دیني عالم د قتل په تور یو نفر نیولی، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:پروان