د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په پروان ولایت کې د طالبانو پر پوستو په راکټي بریدونو سره بریدونه کړي دي.
دغې جبهې تېره شپه د ثور د میاشتې په ۷ مه نېټه په یوه بیان کې وویل چې د ملي مقاومت د جبهې ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د ثور په شپږمه د «رببدجان رومي» په سیمه کې د طالبانو پر پوستو راکټي بریدونه وکړل. د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار شمالي دروازې جنګل باغ ته څېرمه د طالبانو د برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر ټپیان شول.»
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې د ملي اردو زړورو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
په همدې حال کې د ملي مقاومت جبهې په دې وروستیو کې د طالب جنګیالیو پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي.
جمهورخبري آژانس