د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وايي، دا مهال شاوخوا ۸ میلیونه افغانان د جګړو، بې وزلی، بې کارۍ او وچکالۍ له امله کډوال او بې ځایه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي دغه څرګندونې افغانستان ته د تازه سفر پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، د اټکل له مخې نژدې اته ملیونه افغانان په ملک دننه او باندې بې ځایه او کډوال دي، چې ډېری یې د افغانستان په ګاوندیو او یو شمېر نورو هېوادونو کې دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره ژر تر ژره کار وکړي.
فلیپو ګرانډي دا هم ویلي، چې ډېری افغانان غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو په افغانستان کې نا امنیو او جنګ جګړو ډېر خلک د خپل راتلونکې په اړه مایوسه کړي دي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې دا هم وغوښتل چې د سولې د راوستلو لپاره د افغانانو سره په سیاسي ډګر کې همکاري زیاته کړي ترڅو د افغانانو د هجرت بحران پای ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل