د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر متین بیک وايي، تحمیل شوې جګړې په سیمه ییزه کچه د حکومتوالۍ پياوړتیا ته پاملرنه کمه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متین بیک چې نن پنشنبې د تلې ۱۹ مه یې د ولسوالانو ملي کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، چې په سیمه ییزه کچه د حکومتوالۍ پياوړتیا ته نه پاملرنه او د سیمه ییزې حکومتولۍ کمزوري نقش د ولس او حکومت ترمنځ واټن ډېر کړی دی.
دا لمړی ځل دی، چې د ولسوالانو ملي کنفرانس جوړېږي او د متین بیک په وینا د دغه کنفرانس څخه موخه دا ده، چې په ولسوالیو کې شته ستونزې واورېدل شي، په سیمه ییزه حکومتوالۍ کې د هغوی ونډه ارزیابي شي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې د یاد کنفرانس بله موخه دا ده، چې او په دې کار وشي څنګه کېدای شي د فعالې سیمه ییزې حکومتوالۍ پر اساس د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کم او ولسونو ته د مالکیت حق ورکړل شي.
ځکه د ده په خبره په سیمه ییزه کچه د حکومتوالۍ پياوړتیا ته نه پاملرنه او د سیمه ییزې حکومتولۍ کمزوري نقش د ولس او حکومت ترمنځ واټن ډېر کړی دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وویل، دوی هڅه کوي چې له دې ملي کنفرانس څخه د ولسوالانو د تقویت او د سیمه ییزې حکومتولۍ د فعالولو لپاره د حکومت رهبرۍ ته مشخص وړاندیزونه مخکې کړي.
په ورته وخت کې ولسوالانو له حکومت غوښتنه وکړه، چې په ځايي کچه دې ورته د پلان او د ولسوالۍ په کچه د بودیجې د جوړولو صلاحیتونه ورکړل شي.
ولسوالانو دا غوښتنه هم درلوده ده، چې پر دوی باور زیات او صلاحیتونه یې ډېر شي او د دې ترڅنګ دې په ولسوالیو کې د افرادو په استخدام کې د ولسوالانو نظر هم واخیستل شي.
ولسوالانو ډاډ ورکړ، سره له دې چې د ګواښونو په لومړۍ کرښه کې قرار لري خو بیا به هم هېواد او خلکو ته له خدمت کولو مخ ونه ګرځوي.
جمهورخبري آژانس:کابل