۰

افغان کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره ټېسټ لوبه کوي

شنبی ۱۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۸
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې له بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره خپل منځ کې ټېسټ لوبه کوي.
افغان کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره ټېسټ لوبه کوي
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې له بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره خپل منځ کې ټېسټ لوبه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان او ایرلنډ تر کال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړل، چې وروسته افغانستان له هند او ایرلنډ له پاکستان سره ټېسټ لوبه وکړه.

که څه هم افغانستان او ایرلنډ تر دې وړاندې ډېر ۲۰ اوریزه او یو ورځنۍ لوبې کړې، خو تر اوسه یې ټېسټ لوبه نه ده او دا به یې لومړۍ پنځه ورځنۍ لوبه وي.

دغه لوبه به راتلونکی کال غالبآ د هند په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د فبرورۍ او مارچ میاشتو تر منځ تر سره شي.

باید و ویل شي، چې پر دې سربېره به افغانستان او ایرلنډ درې شل اوریزه او پنځه یو ورځنۍ لوبې هم وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي